TGViewer
Channel Public Channel
د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه

د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه

@zamanostories

د لته تاريخي ، ټوکې ، فلسفي ، اسلامي عبرتناکې کيسې نشر کيږې نو ملتيا مو غواړم 💯💐👋

✅دغه لاندې چينلونه هم حتمن جوين کړئ👇

✔️• @RahmaniLibrary1
✔️• @Adabichat1
✔️• @PashtoJokes3
✔️• @LinkHub1000
✔️• @LinkNova100
✔️• @Tokitakali1
✔️• @RahmaniLibraryChat
Subscribers
3.55K
Photos
171
Videos
0
Links
3
Recent Posts 20 shown
Post #1977 153
📝 د عثماني خلافت په دوره کي لنډه کيسه ؛

د عثماني خلافت په دوره کې وایې یو پاچا وو،
چي په اونۍ کي به یې یوه ورځ خپل جامې
بدلي کړلې او د ښار په سړکونو او کوڅو کي به
یې د خپل ولس حال پوښتئ ، یوه ورځ چي
وزیر هم ورسره وو، د ښار په کومه څنډه کې ګرځیدل چي یو سړی یې په خاورو کي پروت ولید.
پاچاه و وزیر ورنژدې سول او سړی یې وښورا وه،
ګوري چی سړی خپله اروا خالق ته سپارلې او مړ دی.
شا او خوا خلک ګرځېدل او په خپل روزګار بوخت ول، هیچا هم ددې مړي غم نه کاوه، پاچاه خلکو ته یې ور ږغ کړ ویل یې په تاسو کي دومره انساني همدردي هم نسته چی دا سړی دلته مړ پروت دی او تاسو یې پورته کوي لا نه.
خلکو ورته ویل ته دا نه پېژنې دا د زمانې بدعمله بد فعله انسان وو، شرابي او زنا کاره وو، پاچاه ویل که هر څه و، خو انسان او مسلمان خو دی؟
خو هیچا یې مرستي ته غاړه نه ایښودل
پاچا او وزیر اړ سول چی مړی پورته کړي.
په پوښتنه ،پوښتنه یې تر کوره ورساوه، کله چي یې مړی د هغه ميرمنې ته کښې ښود نو میرمن په ژړا سوه او ویل یې زما خاوند پر دې دنیا تر ټولو نېک صالح انسان وو.
باچاه د ښځي په دې خبره حیران سو او ویل یې چي ټولو خلکو ویل چي دا ډیر بدعمله انسان و او ته وایې چي نېک دی!
میرمنې ویل هو د خلکو خبره هم پر ځای ده ځکه چي خلکو د هغه ظاهري عمل ته کتلی وه ، خو زه یې له باطنه خبره یم.
دې سړي به هره ورځ څو بوتله شراب راوړل او په یوه خاورینه کټو کي به یې خالي کول.
ویل به یې نن مي یو څو کسه له ګناه وژغورل او شراب مي ځیني توی کړل.
همدا ډول به یې بد اخلاقه ښځه راوسته او په کوټه کې به یې بند کړه او سهار به یې ایله کړه او خپل اُجره به یې ورکړه.
ویل به یې نن مو شکر دی څو کسان له زنا وژغورل.
نو دې ځاي ته تللو او راتللو دا سړی داسی بدنام کړ چي خلکو به ځیني مخ اړوه.
ښځي يې ویل یوه ورځ می ورته ویل چي سړیه که مړ سوې څوک به دې جنازه هم ونکړي؛ او نه به څوک غسل درکړي ،
ویل یې ښځي ته بې غمه اوسه زما پر خپل خدای باور دی زما جنازه به د هېواد پاچاه کوي.
دې خبرې سره د پاچاه له سترګو اوښکي راغلې او ویل یې خورې زه پاچاه یم او ددې سړي خبره رښتیا وه .!

#پاچا | #عبرت | #کیسه | #لايک

د زمانو خبرې
📜🗣@ZamanoStories
  • ❤ 26
  • 💯 1
Post #1965 1.22K
نن نوی او خوندوره کيسه نشر کوم
لايک او رايه وکاروئ يارانو
🩷📚

❤ هو نشر يې کړه
👍 نه مه يې نشر کوه

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 62
  • 👍 4
  • ❤‍🔥 2
  • 🤪 2
Post #1953 2.19K
🐱د مکې په خاوره کې یو داسې ځوان و چې
د جنګ په میدان کې یې نوم د هر چا زړه لړزاوه.
هغه به چې په اس سپور شو، د جګړې صفونه
به یې بدل کړل ، د جګړې چلونه یې ښه زده وه
د آسونو په سپرلۍ کې ماهر و او د تورو په استعمال کې یې ساری نه درلود.!

💀 د هغه نوم وه : خالد بن ولید ☝

خو هغه مهال لا مسلمان نه وه ، خالد د قریشو
له هغو کسانو څخه و چې د رسول الله ﷺ پر
وړاندې یې د مکې د مشرکانو په جګړو کې
برخه اخیستې وه ، د اُحد په ورځ، کله چې
مسلمانانو لومړی بری وموند او د غره په لمن کې
د مسلمانانو د تیراندازانو یوه برخه له خپل
ځایه راکوزه شوه، خالد بن ولید د جګړې حالت
په ډېرې چټکۍ درک کړ. هغه د مسلمانانو د شا
له لوري حمله وکړه او د جګړې حالت یې بدل
کړ ، مسلمانانو ته هغه ورځ ډېره سخته وه .!
خو د وخت په تېرېدو سره، د خالد بن ولید په
زړه کې یوه پوښتنه ورو ورو پیدا کېده : ولې
محمد ﷺ او د هغه ملګري دومره په خپل دین
ټینګ دي؟
هغه د مسلمانانو زړورتیا لیدلې وه د هغوی عبادت
یې لیدلی و ، د هغوی یووالی یې لیدلی وه .
او تر ټولو مهمه دا چې د رسول اللهﷺ اخلاق
یې هم اورېدلي وه ، خو لا یې زړه د اسلام لپاره
بشپړ نه و پرانیستی.
د حدیبیې وروسته کله چې د حدیبیې تړون
وشو، حالات ورو ورو بدل شول.
مسلمانان نور د مکې له مشرکانو سره په هماغه
ډول په جګړه کې نه وه .
خالد بن ولید به فکر کاوه: که محمد ﷺ په
باطل وای، نو ولې یې پیروان ورځ تر بلې
زیاتېږي؟
ده به د اسلام د پرمختګ حالت له نږدې څاره .
بیا یوه ورځ یې د خپل زړه دننه داسې احساس
وکړ چې نور باید په دې مسئله کې فکر وکړي.
د خالد ورور ولید بن ولید ، له پخوا مسلمان
شوی وه .
ولید غوښتل چې خپل ورور هم د حق لارې ته
راشي ، هغه خالد ته پیغامونه واستول
او د رسول الله ﷺ د دین په اړه یې ورسره
خبرې کولې ، خالد به فکر کاوه یوه ورځ یې زړه
نور هم نرم شو ده خپل ځان سره وویل: تر دې
وروسته ولې زه د داسې انسان پر وړاندې ولاړ
یم چې خلک یې د الله د رسول په توګه مني ؟
خالد نور هغه پخوانی خالد نه وه ، د اسلام په
اړه یې فکرونه ډېر شوي وه ، هغه شپه چې
پرېکړه وشوه بالاخره خالد بن ولید پرېکړه
وکړه چې مدینې ته لاړ شي ، خو یوازې نه.!
په دې وخت کې عمرو بن العاص
☝ هم د
اسلام په لور راغلی و، او د عثمان بن طلحه په
اړه هم په روایتونو کې راځي چې له دوی سره
مدینې ته روان شو، دوی مدینې ته روان شول.
دا سفر یوازې د یوې ښار پر لور سفر نه وه .
دا د خالد بن ولید لپاره د خپل ټول تېر ژوند
څخه د نوي ژوند پر لور سفر وه .
هغه انسان چې تر پرون پورې د مسلمانانو پر
وړاندې توره پورته کړې وه، اوس د رسول الله
ﷺ حضور ته روان وه .
مدینې ته رسېدل کله چې خالد بن ولید
☝
مدینې ته ورسېد، د رسول الله ﷺ حضور ته
ورغی.
هغه ورځ د خالد د ژوند تر ټولو مهمه ورځ وه،
هغه د رسول الله ﷺ مخې ته ودرېد .
هغه رسول الله ﷺ چې خالد ورسره په جګړو
کې مخامخ شوی وه ،خو نن د جګړې لپاره نه و
راغلی ، نن د اسلام لپاره راغلی وه خالد بن ولید
☝ د شهادت کلمه وویله او اسلام یې قبول کړ.
رسول الله ﷺ د خالد د اسلام راوړلو له امله
خوشحاله شو.
خالد بن ولید
☝ وروسته د خپل تېر وخت په
اړه داسې احساس درلود چې الله تعالی یې هغه
تېر حالت وبخښه او د نوي ژوند دروازه یې
ورته
پرانیسته ، له دې وروسته خالد بدل شو دا
د خالد بن ولید
☝ کیسې پای نه وه ، بلکې
همدا د هغه د نوي ژوند پیل وه .
هغه خالد چې پرون د اسلام پر وړاندې ولاړ و،
اوس د اسلام د دفاع لپاره ولاړ شو.
هغه خپله توره د مسلمانانو لپاره پورته کړه.
هغه خپل زړورتیا، خپل عقل، د جګړې تجربه او
خپل ټول توان د اسلام په خدمت کې کېښود.
او ډېر ژر رسول الله ﷺ هغه ته د داسې لقب
ویاړ ورکړ چې تاریخ یې تر نن ورځې یادوي:
( سَیفُ الله ) يعني د الله
🎬 توره .

🇾🇪 د موتې جګړه : د خالد بن ولید ☝ د اسلام
راوړلو وروسته له تر ټولو مشهورو پېښو څخه د
موتې جګړه ده ، په دې جګړه کې د مسلمانانو
درې ستر قوماندانان یو په بل پسې شهیدان
شول:

1️⃣ زید بن حارثه ☝
2️⃣ جعفر بن ابي طالب ☝
3️⃣ او عبدالله بن رواحه ☝

مسلمانان له سخت حالت سره مخ شول ،
د جګړې قومانده خالد بن ولید
☝ ته ورسېده.
هغه د جګړې حالت په ډېر دقت وڅېړله ، دی پوهېده چې که مسلمانان هماغسې مخامخ
پاتې شي ، نو د ټول لښکر د له منځه تلو خطر
شته ، خالد
☝ خپل نظام بدل کړ .
د مسلمانانو صفونه یې په داسې ډول تنظیم
کړل چې دښمن فکر وکړي، ښايي مسلمانانو ته
تازه ځواکونه رارسېدلي وي، بیا یې د مسلمانانو
لښکر په منظم ډول له جګړې راووېست . مسلمانانو ځانونه وژغورل ؛ د خالد بن ولید
☝
دا پوځي تدبیر د هغه د سترې پوځي وړتیا
څرګندونه وه ، کله چې د مدینې مسلمانانو ته د
هغه د کار خبر ورسېد ، رسول الله ﷺ د خالد د
مقام یادونه وکړه او هغه ته یې د ( الله
🎬 توره) لقب ورکړ.!

#کيسې | #عبرت | #قهرمانان | #اسلام

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 62
  • 💯 4
  • ❤‍🔥 3
Post #1944 2.7K
#ټوکه ده نو 🤪

يو مولوي د جمعې ورځې په تقرير کې وويل:
_ ما د خپل ژوند تر ټولو بهترينې ورځې چې د کومې ښځې په څنګل تېرې کړي دي؛ هغه زما ښځه نه ده.
ناستو خلکو يو بل ته حيران-بيران وکتل. مولوي د شک ليرې کولو لپاره وويل:
_ شکمن کېږئ مه، هغه ښځه زما مور ده.
يو سړي ته دې خبرې ډېر خوند ورکړ، ځان سره يې وويل چې کور ته لاړشم، هرومرو به دا خبره خپلې ښځې ته کوم.
دا سړى چې کله کور ته رسېږي، ښځه يې په اشپزخانه کې لګيا وي د هګيو لپاره غوړي سره کوي. سړي ورته وويل:
_ ته پوهېږې!؟ ما د خپل ژوند تر ټولو بهترينې ورځې چې د کومې ښځې په څنګل تېرې کړي دي؛ هغه ته نه يې.
…څلور ورځې وروسته ډاکټر د سړي له خولې پټۍ ليرې کړې او ورته يې وويل:
_د ګرمو غوړيو له وجې چې دې کوم ځايونه سوځېدلي وو؛ اوس لږ-لږ ښه دي، ته کولى شې چې خبرې وکړې.
سړي په ډېرې سختۍ سره وويل:
مولوي صيب! ښه دې و نه کړل.
😂

نوټ : لایکونه مو کم شوي زما په نظر
😂

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • 🤣 47
  • ❤ 20
  • 😁 5
  • 🤪 2
  • 🙈 1
Post #1938 2.26K
📝 ښکلي او جالبه ڪیسه

یو پاچا د خپل محل په چت باندې ګرځېدلو په
همدې وخت کې یې نظر د محل سره نږدې د یو
کور چت ته شو چې پکې یوې ډېرې ښکلې
ښځې
کالي وچول. پاچا خپله یوه وینځه راوغوښته
او پوښتنه یې ترې وکړه: دا د چا ښځه ده ؟
وینځې ورته وویل : بادشاه سلامت! دا ستاسو
د غلام فیروز ښځه ده.!
پاچا لاندې راغی ، خو د هغې ښځې حسن او
جمال پر پاچا داسې اثر وکړ چې هېښ پاتې
شو. پاچا سمدستي فیروز راوغوښت. کله چې فیروز حاضر شو، پاچا ورته وویل: فیروز! زموږ
یو کار دی، دا لیک فلاڼي ملک ته یوسه او د هغه
ملک د پاچا ځواب راوړه.
فیروز لیک واخیست، کور ته لاړ، د تکیې لاندې
یې کېښود، د سفر تیاری یې وکړ ، شپه یې په
کور کې تېره کړه او سهار د خپل منزل په لور
روان شو ، په دې نه پوهېده چې پاچا ورسره
څه چال کړی دی.
له بلې خوا کله چې فیروز له نظره غایب شو،
پاچا پټ د فیروز کور ته ورغی او دروازه یې
وټکوله د فیروز ښځې پوښتنه وکړه : څوک
دی؟
پاچا وویل: زه پاچا یم ستا د مېړه بادار ښځې
دروازه خلاصه کړه پاچا دننه کښېناست ښځې
په حیرانتیا وویل: نن پاچا سلامت زموږ غریب
کور ته؟
پاچا وویل: زه دلته د مېلمه په توګه راغلی یم.
د فیروز ښځې د پاچا مطلب په سمه توګه پوه
شو او په ډېر جرئت یې وویل: زه د الله پناه غواړم
له تاسو سره له داسې راتګ څخه چې پکې ما
ته هېڅ خیر نه ښکاري.
پاچا په غوسه شو او ویې ویل: ای نجلۍ! دا څه
وایې؟ شاید ته ما نه پېژنې، زه پاچا یم، ستا
د مېړه مالک.
د فیروز ښځې په ځواب کې وویل: پاچا سلامت!
زه پوهېږم چې ته پاچا یې ، خو متل دی چې :
زمری که هر څومره وږي شي، خو مردار خوړل
نه پیلوي. او بیا یې ورته وویل: پاچا سلامت !
ته په هغه لوښي کې د اوبو څښلو ته راغلی یې
چې پکې ستا سپي اوبه څښلي دي.
پاچا د دې ښځې په دې خبرو ډېر شرمنده شو
او له کوره ووت خو په تېښته کې یې خپل څپلۍ
هېرې شوې.
دا خو د پاچا کیسه وه ، اوس فیروز ته په نیمه
لار کې یاد شول چې لیک خو مې په کور کې پاتې
شو هغه خپل اس په منډه کور ته راوګرځاوه.!
کله چې کور ته ورسېد او د تکیې لاندې یې لیک
موندلو نظر یې د کټ لاندې د پاچا پر څپلیو ولګېد
فیروز ټول حقیقت وپوهېد. هغه چا ته هېڅ ونه
ویل لیک یې واخیست او خپل سفر یې سر ته
ورساوه ، کله چې فیروز بېرته پاچا ته راغی،
پاچا ورته د انعام په توګه ۱۰۰ دیناره ورکړل.
فیروز دینار واخیستل ، د ښځو لپاره قیمتي کالي
او تحفې یې وپېرلې کور ته لاړ او ښځې ته یې
وویل: چمتو شه چې ستا پلرني کور ته لاړ شو.
ښځې پوښتنه وکړه: دا تحفې څه دي؟
فیروز وویل: پاچا انعام راکړی او غواړم چې ته
دا کالي په ځان کړې او خپل کورنۍ ته یې ورښکاره
کړې. ښځه تیار شوه، خاوند سره خپل کور ته لاړه.
فیروز خپل ښځه هلته پرېښوده او یو میاشت
تېره شوه چې نه یې پوښتنه وکړه او نه یې بېرته
وغوښتله. بیا د ښځې ورونه فیروز ته راغلل او
ویې ویل: یا د خپلې ناراضګۍ وجه راته ووایه
او یا به دې قاضي ته بوځو.
فیروز وویل: که غواړئ نو قاضي ته لاړ شئ، خو
زما پر غاړه د هغې هېڅ حق نه دی پاتې چې ما
نه وي ادا کړی.
دوی قاضي ته لاړل. قاضي په هغه وخت کې د
پاچا سره ناست وه د ښځې ورونو وویل :
قاضي صاحب! موږ یو سرسبز باغ، له مېوو ډکې
ونې او خوږې اوبه د دې سړي په واک کې ورکړې
وې، خو دې زموږ باغ ویجاړ کړ، ټولې مېوې یې
خوړلې، ونې یې پرې کړې او کوهی یې بند کړ.
قاضي له فیروز څخه پوښتنه وکړه فیروز وویل:
قاضي صاحب! هغه باغ چې ما ته سپارل شوی
و، زه تر پخوا په ښه حالت کې دوی ته بېرته
سپارم.
قاضي وویل: فیروزه! ته ولې باغ پرېږدې؟
فیروز وویل: قاضي صاحب! ما باغ له بغض نه
دی پرېښی، بلکې یوه ورځ باغ ته ورغلم، هلته
مې د زمري د پنجو نښې ولیدلې، ډار شوم چې
زمری به مې وخوري، نو د زمري له ډاره مې باغ
ته ورتګ پرېښود.
پاچا چې په چوکۍ کې ناست و او دا ټولې خبرې
یې اورېدې، سمدستي پاڅېد او ویې ویل: فیروزه!
خپل باغ ته په ډاډه زړه لاړ شه. په الله قسم،
زمری ستا باغ ته راغلی و، خو نه یې څه اثر
پرېښود، نه یې کومه پاڼه ماته کړه او نه یې
مېوه وخوړه. هغه لږ وخت هلته پاتې شو او
مایوسه بېرته لاړ. په الله قسم چې ما تر اوسه
ستا د باغ په څېر مضبوط دېوالونه نه دي لیدلي.
فیروز کور ته راستون شو او خپله ښځه یې بېرته راوستله ،نه قاضي او نه نورو خلکو ته
د کیسې اصلي رښتیا معلوم شول.

#پاچا | #غلام | #ښځه | #عبرت

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 57
  • 🫡 4
  • 💯 2
  • 🏆 1
Post #1932 2.59K
  • ❤ 54
  • 👍 5
  • ❤‍🔥 2
Post #1930 2.73K
🌕دا انځور چې تاسو وینئ په 1445 میلادي
کال کې د سوزدال له جګړې وروسته حالت ښه
یې. چې د روسیې واکمن دویم واسیلي د قبیلة
الذهبیة یا زرینې اردو مسلمان مشر ته جزیه یا
مالیه وړاندې کوي.
🪙
یاده دې وي چې زرینه اردو د مغولو د پوځ یوه
برخه وه. یاده اردو د برکه خان په قیادت کې
په کال 1252 میلادي کې په بخارا کې په اسلام
مشرفه شوه.
وروسته بیا د مملوکیانو سره متحد شول تر څو
هلاکو خان ته ماته ورکړي.
دوی په منځنۍ آسیا کې شاوخوا ٢٤٠ کاله واکمني
کړې ده. او روسي حکومت یې دې ته اړ کړی وو
تر څو د دوی حکم ومني او د جزیې ورکړې ته
غاړه کېږدي.

|
#تاريخ | #حقايق | #افتخار | #باج

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 31
  • 💯 5
  • 🫡 2
  • 🤗 1
Post #1923 2.77K
له عبرت څخه ډکه کيسه 📚

یو ځل یو سړی د حوض ترڅنګ ناست و او
لاسونه یې مینځل ، یو کارغه راغی او د صابون
یوه ټوټه یې په نوک کې واخیسته او لاړ .!
🐦‍⬛
له دی نه ۳۰ کاله تیر شول .

یوه ورځ بیا هماغه سړی کباب پخاوه ، کارغه
بیا راغی، د کباب یوه ټوټه یې پورته کړه او
خپلې ځالې ته یې یوړه، خو نه پوهېده چې له
کباب سره یوه کوچنۍ سکروټه هم ورسره
نښتې ده .

کله چې ځالې ته ورسېد، هماغه سکروټې اور
واخیست او د کارغه ځاله او بچیان یې
وسوځول.

کارغه بېرته راغی او سړي ته یې وویل:
ایا تا ماته بده دعا وکړه؟ ما خو یوازې د کباب
یوه ټوټه وړې وه، خو زما ټول ژوند وسوځېد.!

سړي ورته وویل:
دا چې ته اوس سوځیدلې یې، دا د هغه صابون
بدل و چې ۳۰ کاله مخکې دې وړی و… د کباب
حساب لا پاتې دی.

نو فکر مه کوئ که څوک ظلم وکړي او لاړ شي،
نو هر څه ختم شول ، نه د خدای حساب ورو
وي، خو هېڅکله نه هېرېږي.!

♾ #عبرت : هر عمل خپل بدل لري، او انسان
یوه ورځ د خپلو کړنو نتیجه خامخا ویني.!


د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 52
  • 💯 7
  • 🫡 4
  • 🤣 1
Post #1916 3.26K
لنډه کيسه 📚

یو دولتي چارواکی یوه کلي ته لاړ هلته یې له
خلکو وپوښتل چې تاسې کومې کومې ستونزي
لرئ؟
خلکو ورته وویلې چې ښاغلیه مونږ له دوو
بنسټیزو ستونزو څخه کړیږو
لومړی دا چې مونږ په کلي کې یواځې یو
روغتیایې مرکز لرو خو هلته هیڅ ډاکټر نسته
چارواکی مسکی شو جیب ته یې لاس کړ
موبایل یې راوویسته زنګ یې ووهه او ویې
ویل سبا ته دې کلي ته سمدستي ډاکتران راولیږئ موبایل یې قطع کړ او ویې ویل ښه
بله ستونزه څه ده؟
خلکو ورته وویلې چې دویمه ستونزه داده چې
په دې کلي کې هیڅ تیلفوني شبکې کار نکوي .

|
#دروغ | #عبرت | #حکومت

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 52
  • 😢 12
  • 😁 11
  • 💯 6
Post #1908 3.02K
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو
تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم.
خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو
یواځې په کجورو او اوبو ژوند تیراوو که
اړتیا شوه مونږ بیا هم همغه ژوند ته ستنیدلی
شو ، خو تاسو له تیلو پرته ژوندي نشئ پاتي
کیدلی نو کرار شئ او د عربو په خلاف داسرایلو
ملاتړ بس کړئ .!
🇮🇱
دا وه د عبدالعزیز زوی شافیصل
👳🏻‍♂
ایا په عربو کې د یو بل شافیصل ضرورت
نه محسوسیږي؟

#اسرائيل | #عرب | #امريکا

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 44
  • 😭 16
  • 💯 7
Post #1899 2.86K
د خندا ډکه کيسه 🤣

یو سړی د غوږونو له اړخه ډېر دروند شوی وه
یوه ورځ خبر شو چې ګاونډی یې سخت ناروغ
دی هغه فکر وکړ چې ښه به وي د هغه پوښتنې
ته ولاړ شي، خو اندېښمن و چې دی خو ښه نه
اوري، نو د ناروغ خبرې به څنګه واوري؟

نو په کور کې یې له ځانه سره یو پلان جوړ
کړ چې زه به څه پوښتم او هغه به څه ځواب
راکوي.

له ځانه سره یې وویل:
زه به وپوښتم:
روغتیا دې څنګه ده؟

هغه به خامخا ووایي:
له پخوا ښه یم.

نو زه به ووایم:
شکر دی، الله دې نوره هم روغتیا درکړي.

بیا به وپوښتم:
څه شی خوري؟

هغه به ووایي:
لوبیا یا دال.

نو زه به ووایم:
وا ډېر ښه، دا به دې بدن ته ګټه وکړي
او ځواک به درکړي.

وروستی به وپوښتم:
کوم ډاکټر دوا درکړیده؟
هغه به د کوم ښه ډاکټر نوم واخلي.
نو زه به ووایم:
ډیر ښه، د هغه په لاس کې ډېره شفا ده،
علاج دې همداسې جاري وساته.

له دې زبردست پلان سره هغه د ګاونډي کور
ته ولاړ ، خو بدبختانه، ګاونډی ډېر سخت
ناروغ و او له درده تنګ شوی و.

کوڼ سړي په موسکا وپوښتل:
روغتیا دې اوس څنګه ده؟

ناروغ له درده په تکلیف و، ورو یې وویل:
څه ووایم، مرګ ته شپي سبا کوم.
کوڼ سړي د خپل پلان له مخې سمدستي
خوشحاله شو او ویې ویل:
واه واه، د الله ډیر شکر، دا خو ډېره
د خوشحالۍ خبره ده!
😄

ناروغ پسې غوسه شو.
بیا کوڼ سړي وپوښتل:
او نن سبا څه خوراک کوې؟

ناروغ په غوصه وویل:
زهر خورم، زهر!

کوڼ سړي په خندا دعا وکړه:
ماشاءالله، ښه پرې ځان موړوه، دا به دې
بدن ته ډېر قوت ورکړي!
😂

اوس د ناروغ غوسه اسمان ته ورسېده.
کوڼ سړي وروستی سوال وکړ:
او علاج دې د کوم ډاکټر روان دی؟

ناروغ په غوسه چیغه کړه:
عزرائیل زما علاج کوي!

کوڼ سړي په ډاډه زړه سر وخوځاوه
او ویې ویل: سبحان الله، ډېر ښه ډاکټر دی.
د هغه په لاس کې خو بېخي ډېره شفا ده،
ښه علاج به د وکړي!
😁

🔎درس: کله ناکله بې له سم درک او پوهېدو
خبرې کول، انسان د خندا وړ ګرځوي. مخکې
له ځواب ویلو، سم اورېدل او پوهېدل ډیر مهم
دي.

|
#ژوند | #کیسه | #حکایت | #نکل | #بریا


د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • 🤣 39
  • 💯 7
  • ❤ 6
  • 🤪 3
  • 😭 1
Post #1887 2.64K
عبرت ناکه او په زړه پوري کيسه 📚

وایي یو عالِم سپي ته وویل : ته ډېر وفادار
یې خو تا كې درې 3 خویونه ډېر بد دي
‼
1⃣ دا چې پر دیوال بولې کوې .
2⃣ دا چې د شپې ډېر غاپې .
3⃣ دا چې کله کوم ملنګ راشي
نو ور پسې غاپې .!

سپي ورته وویل :
په دیوال ځکه بولې کوم چې کیدای شي په
ځمکه د الله ﷻ کوم بنده سجده ولګوي .!
د شپې ډیر ځكه غاپم چې کیدای شي د الله ﷻ
کوم بنده را ویښ شي او د الله ﷻ ثنا او صفت
بیان کړي .!
ملنګ پسې ځکه غاپم چې ملنګ یې د رب
العلمین څخه نه غواړي خو د یو عاجز بنده
له در نه خپل خواست غواړي .!

✅يادونه : له دغې کيسي څخه مو څه زده
💬 کړل په کمنټ کې وواياست ګډونوالو .!


د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 48
  • 💯 13
  • 🫡 3
Post #1883 2.52K
🎧 يوه لنډه خو د پند نه ډکه
☑ کيسه د چرګ او قصاب :

په يو کلي کې يو قصاب اوسېده چې هره ورځ
به يې چرګان حلالول او غوښه به يې خرڅوله،
د هغه ترڅنګ څو چرګان ګرځېدل ، يوه ورځ يو
کوچنی چرګ له خپلې مور وپوښتل: مورې !
ولې دا قصاب موږ ته تل په بده سترګه ګوري؟
مور چرګې وويل: زويه ! ځکه چې زموږ غوښه
د هغه د کار برخه ده، نو موږ بايد تل احتياط
وکړو.!
خو هغه کوچنی چرګ بې پروا و. يوه ورځ د
قصاب دوکان ته ډېر نږدې شو. قصاب هغه
وليد، ژر يې ونيو او حلال يې کړ.!
نور چرګان وويرېدل. مور چرګې په غم وويل:
ما درته ويلي وو، چې بې احتياطي خطر لري.!

🗣عبرت : د خطر نه ځان ساتل او د مشرانو
✅ خبرې اورېدل انسان له تاوانه ژغوري .!


د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 43
  • 💯 9
  • 👍 3
  • 🫡 3
Post #1879 2.54K
  • 💯 47
  • ❤ 4
  • 🥰 1
  • 🏆 1
Post #1872 3.39K
📖 لنډه خو جالبه کیسه حتمن یی ولولئ🥀

يو وخت حضرت علي (رض) په مدینه منوره
کې په یوه کوڅه تېرېده ، ویې لیدل چې یوه
ضعیفه او بوډۍ ښځه په ډېر تکلیف سره د اوبو
یو دروند بوشکه په شا وړي. هغه په سختۍ
ګامونه اخیستل او له ډېرې ستړیا یې ساه لنډه
لنډه کېدله ، حضرت علي (رض) چې د مېړانې او
سخاوت سمبول و، مخکې ورغی او په ډېره
عاجزۍ یې ورته وویل: مورې! اجازه راکړه چې
دا بوشکه زه تر کوره درته ورسوم ، بوډۍ ښځې چې حضرت علي یې نه پیژندلو، بوشکه ورکړه ،
حضرت علي (رض) بوشکه په اوږه کړ او د هغې
تر کوره یې ورساوه ، په لاره کې یې ترې وپوښتل: مورې! ستا د کور نارینه چیرته دي
چې ته پخپله دا دروند بوشکه وړې؟
بوډۍ ښځې په خپګان سره وویل: زما مېړه د
حضرت علي په لښکر کې په یو جنګ کې شهید
شوی، اوس یوازې زه یم او زما یتیمان ماشومان ،
هیڅوک نلرو چې مرسته راسره وکړي، نو
ځکه مجبوره یم چې دا کارونه پخپله وکړم.!
حضرت علي (رض) چې دا واورېدل ، زړه یې
ډېر درد وکړ او په هغه شپه یې تر سهاره خوب
ونه کړ ، سهار وختي یې د اوړو یوه بوجۍ، غوړي
او خرما راواخیستل او د هغې ښځې کور ته
ورغی ، کله چې یې دروازه وټکوله، ښځې
وویل: څوک یې؟
ده وویل: زه همغه سړی یم چې پرون مې ستا
بوشکه راوړی و، ستاسو لپاره مې لږ خواړه
راوړي دي ، ښځې دروازه خلاصه کړه او په
خوشالۍ یې وویل: "الله دې له تا راضي شي او
زموږ او د علي ترمنځ دې الله فیصله وکړي .! (ځکه هغه زموږ له حاله خبر نه دی).
حضرت علي (رض) ورته وویل: خورې! زه به
ستا د ماشومانو لپاره ډوډۍ پخه کړم او که ته
غواړې ته یې پخه کړه زه به ماشومان وساتم.!
ښځې وویل: زه ډوډۍ ښه پخولی شم، ته ماشومان
وساته ، حضرت علي (رض) ماشومانو ته غوښه
او خرما ورکول او له هغوی سره یې لوبې کولې
ترڅو هغوی خوشاله شي. کله چې ښځې تنور
بل کړ، حضرت علي (رض) خپل مخ د تنور لمبو
ته نږدې کړ او له ځان سره یې ویل: ای علي!
د اور ګرمي وڅکه! دا د هغه چا سزا ده چې د
کونډو او یتیمانو له حاله غافل وي .!
🥺
په همدې وخت کې یوه ګاونډۍ ښځه راغله،
کله چې یې حضرت علي (رض) وپېژانده، نو په
چیغه یې وویل: ای ښځې! توبه وباسه، ایا ته
پوهیږې چې دا څوک دی؟ دا خو امیر المؤمنین
حضرت علي دی!
بوډۍ ښځه سخته وډار شوه او په لړزېدلي غږ
یې وویل: یا امیر المؤمنینه! ما وبخښه، ما ستا
بې ادبي وکړه ، حضرت علي (رض) په ډېره
نرمۍ ورته وویل: نه خورې! بلکې ته ما وبخښه
چې تر اوسه ستا له حاله غافل وم.!
🤗


☑يادونه: لايک او کمنټ کوئ ملګرو تر څو
نوري او په زړه پوري کيسي درته نشر کړو
او د چينل لينک هم خپلو دوستانو ته وليږئ
مينه او مننه له ملتیا مو ښاغلو او اغلو .
📚


د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 69
  • 😭 9
  • 🫡 6
  • 🕊 2
  • ❤‍🔥 1
  • 🤗 1
Post #1871 2.2K
✍ يوه ښکلي او نوې کيسه نشر کړم کنه
لايک باندي رايه وکاروئ او کمنټ باندې .!

❤ هو نشر يې کړه
👍 نه مه يې نشر کوه

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 56
  • ❤‍🔥 5
  • 🫡 2
Post #1866 2.88K
نانوی او بادشاه لنډه کيسه :📚

یو تندور والا / نانوای د بادشاه دربار ته حاضر
شو او عرض یې وکړ: حضور! زه غواړم د ډوډۍ
بیه لوړه کړم، په دوو روپیو مې ګزاره نه کېږي،
که اجازه وي پنځه روپۍ یې کړم؟
بادشاه وفرمایل: دا بیه شلو روپیو ته لوړه کړه.
تندور والا د حکم سره سم د ډوډۍ بیه شل
روپۍ کړه ، دا چې خلکو ولیدل، نو په ولس کې
سخت ناارامي او شور جوړ شو او ټول د بادشاه
دربار ته ورغلل.!
بادشاه سمدستي حکم وکړ چې تندور والا
حاضر کړي. بیا یې ورته وویل: زما له اجازې
پرته دې ولې ډوډۍ ګرانه کړه؟ له دې وروسته
به ته ډوډۍ په نیمه بیه خرڅوې، یعنې په لسو
روپیو.
دا چې خلکو واورېدل، نو په خوشحالۍ سره
یې نعرې وهلې: بادشاه سلامت دې ژوندی وي!

☑نو پایله دا شوه : خلک هم خوشحاله شول،
تندور والا هم راضي شو ، او بادشاه هم بریالی
وګرځېد.!

|
#لایک | #کيسه | #عبرت

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 41
  • 💯 10
  • 🫡 4
  • ❤‍🔥 3
  • 🏆 1
Post #1858 3.22K
📚 ډيره ښکلې کيسه :

هرمز تنګی ،کټ مټ لکه زمونږ وياړلي سالار ،
طاغوت يې ليونتوب ته رسولی ټول سيستمونه
يې ورته جام کړې . د هرمز تنګی (مضيق هرمز)

هرمز څوک وه
❓

هرمز ( الله دې پرې لعنت وکړي) یو مات شوی
فارسي قوماندان وه ، چې خالد بن الوليد په یوه
فردي مقابله (مبارزه) کې مات کړ. دا پېښه تاریخ
ثبت کړې ده، او د فارس لښکر ته پکې
سپکوونکې ماتې واوښته د مسلمانانو په لاس.!
ایا دا عجیبه نه ده چې دا تنګی د خالد بن ولید
په نوم ونه نومول شو، وروسته له هغې تاریخي
مبارزې چې د مسلمانانو قوماندان او د ساساني
فارس قوماندان ترمنځ وشوه؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هرمز ، د فارس قوماندان، له خپل پوځ څخه
پر اس راووت او د مبارزې غوښتنه یې وکړه،
او چیغه یې کړه: خالد چېرته دی
❓
نو خالد بن ولید رضي الله عنه د خپل اس پر
سر راووت څو له دې ظالم سره مقابله وکړي.!خالد بن ولید هرمز ته ډېر نږدې شو، او دواړه د فارس پوځ ته د مسلمانانو له پوځ څخه نږدې ولاړ وو. هرمز له اسه ښکته شو، او
خالد ته یې اشاره وکړه: که رښتیا اتل یې،
راکوز شه او پر ځمکه وجنګېږه، خالد یې
ننګ ومانه او له اسه ښکته شو.
هرمز خپل اس وواهه او پوځ ته یې بېرته
واستاوه، خالد هم همدا کار وکړ.
یو ډېر د تشویش ډک حالت جوړ شو،
ټول پوځونه په انتظار وو…
د مسلمانانو لوی قوماندان د فارس له لوی
قوماندان سره جنګېده — دا ډول پېښې په
تاریخ کې ډېرې کمې دي.
دواړه قوماندانان پر پښو جنګېدل، او دا معنا
یې درلوده چې یو به حتمي وژل کېږي، ځکه د
تېښتې لار نه وه.
خالد له هرمز سره ونښت، او داسې جګړه ییز
مهارت یې وښود چې هرمز حیران شو.
څو دقیقې وروسته خالد پر خپلو پښو ولاړ و،
او په لاس کې یې توره وه چې د فارس د
قوماندان په وینو رنګینه شوې وه.
فارس پوځ حیران شو، او مسلمانان خوشاله
شول. د هرمز په وژل کېدو سره فارس پوځ
سخت ټکان وخوړ، ځکه هغوی عربان د خپل
دولت او پوځونو پر وړاندې هېڅ نه بلل.
خالد — چې د الله توره بلل کېده — هغوی ته
فرصت ور نه کړ چې له دې صدمې راووځي،
او خپل پوځ ته یې د عمومي برید امر وکړ.
د قوماندان د نشتوالي او د نظم د له منځه
تلو له امله فارس پوځ ډېر دوام ونه شو
کولی، لیکې یې ګډې وډې شوې، مسلمانان
پرې ورننوتل او ستره بریا یې ترلاسه کړه.
دا جګړه د أبو بكر الصديق د خلافت پر مهال
د کاظمة په سیمه کې وشوه، نو ځکه د کاظمة
جګړه ونومول شوه، او همدارنګه د ذات
السلاسل جګړه هم بلل کېږي، ځکه فارس
پوځ ځینې قطعات په ځنځیرونو تړلي وو.
دا و خالد… او دا وه د هغه د جګړې طریقه ،
داسې قوماندان چې مسلمانان پرې ویاړي.
خو ایران دا تنګی د هرمز په نوم ونوماوه.!

📚 المصدر: الطبري، تاريخ الأمم والملوك.
⬅️ابن الأثير، الكامل في التاريخ. ابن كثير،
📖 البداية والنهایة...

☑يادونه : لايک او کمنټ او د چينل
✍️ لينک هم له نورو مسلمانانو سره
🦋 شريک کړئ د ثواب په نيت مننه .

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 45
  • 💯 9
  • 🫡 6
  • 🤗 2
Post #1855 2.64K
نابینا انجلۍ لنډه او په زړه پورې کيسه : 🤩

وه نه وو يو وخت يوه نابینا انجلۍ وه چې له
ځانه يي کرکه کوله ځکه دې دنيا نشوه ليدلی.!
دې له يو زلمي پرته چې پري مئين وو نور هر
څه بد ايسيدل ، پر دې مئين زلمی به هميشه
ددې تر څنګ ناست وو او ددې خدمت به يې
کوو .!
انجلۍ يوه ورځ ورته وويل که مې سترګې لرلی
چې دنيا مې ورباندې ليدلی شوای واده مې در
سره کاوه.!
په دې خبره څه موده وروسته انجلۍ د سترګو
څښتنه شوه بينا شوه او دنيا يي وليده.!
زلمي ورته وويل اوس دې خوښه ده واده
را سره کوي؟
انجلۍ زلمي ته وکتل د زلمي سترګې نه وي
ويي ويل نا له ړندو مې زړه تور دی واده نه
در سره کوم.
زلمی په ناهيلي کې لاهو شو د انجلۍ څنګ يي
پريښود او صحرا ته يي مخه کړه تر څو خپل
غمونه له کاڼو بوټو او مرغانو سره شريک کړي
او پاتې عمر يي له بنيادمانو بيل وي.!
يوه ورځ په دښته کې يوه قافله تيريدله ،
دوي هغه ښار ته تلل چې د زلمي بينا شوي
معشوقه پکې اوسيده ، معشوقي ته يي ليک
وليکه او د کارون کسانو ته يي ورکړ چې هغې
ته يي وسپاري.!

په ليک کې داسي ليکل شوي وه ،
ګراني په سترګو مې پام کوه .!
🥺 🥀

🌱يادونه : پوسټ ته لايک وکاروئ او له
نورو مسلمانانو سره يې شريکه کړئ .!

د زمانو خبرې📜
🗣@ZamanoStories
  • ❤ 38
  • 😭 12
  • 💯 11
  • 😢 3
Post #1854 2.08K
  • ❤ 38
  • 💯 7
  • ❤‍🔥 1
  • 👏 1
Older posts →

About this channel

How can I read @zamanostories without a Telegram account?
TGViewer shows the public web preview Telegram publishes for د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه: recent posts, photos, videos and the subscriber count, with no app, login or account.
How many subscribers does د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه have?
د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه (@zamanostories) has 3.55K subscribers on Telegram, refreshed roughly every 30 minutes.
Does د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه know I viewed it here?
No. Public channel previews carry no viewer identity, and TGViewer has no accounts or tracking of what you look up.
Threads Profile ViewerView any public Threads profile without an account.Open ThreadLook →Writing with AI? Make it sound human.Metric37 rewrites AI drafts so they read naturally. Free AI detector, 1,500 words free.Try Metric37 →