Post #3259
15 Oct 7, 2026, 06:24 UTC عشق!!!! عشقهٔ! ســـخــته وهٔ یــــاري دي انقلاب، کي عشقهٔ! ایـښی مـــي ؤ ســر درتهٔ حساب، کي عشقهٔ! ســـتا پــهٔ معنا زیــات نهٔ پــوهـېــدله عشقهٔ! مـــا انــتـــخاب کــــړی وې کتاب، کي عشقهٔ! بیــا در کــــوم غـــاړهٔ د اور څنګ کي عشقهٔ! زیات خـوندي رب ایښی پهٔ نقاب، کي عشقهٔ! لاس بهٔ دي وا نهٔ خـــلم لــــهٔ یارۍ نهٔ عشقهٔ! نـــوري مــیـنــي تل ځي پهٔ عذاب، کي عشقهٔ! چــــاچـــي بــهٔ پـــهٔ بــــدهٔ یا دولــــې عشقهٔ! ســــــر بهٔ مـــې روړی درتهٔ جواب، کي عشقهٔ! ما در کـــړی ځـــای دی پــهٔ ســـینه کي عشقهٔ! تهٔ مــي هـــم بندي کړهٔ خپل تناب، کي عشقهٔ! تهٔ مــــي دا ځـــل هم لاس یله نهٔ کړې عشقهٔ! ورک بهٔ شم راسخ! پهٔ لوی دریاب، کي راسخ فراهي! #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3258
37 Oct 6, 2026, 07:03 UTC غزل غرور مه کوۀ انــــــسـانه خاورې کېږې عاجـــــزي کوۀ جانــــانه خاورې کېږې خامخا به له فاني دنیـــــــاګۍ درومې مغرور مه کرځۀ نادانه خــاورې کېږې که باچا یې که مالدار یې که ملنګ یې درنه پاته داجهــــــانه خاورې کېږې ای د خاورو جوړ انسانه یو څه پام کړۀ اخیر پای دي قبرستانه خاورې کېږې د الله او د رســـــــول اطاعت وکـــړۀ لاره پریــږدۀ د شیطانه خاورې کېږې د عمریار دغه یو نصـــــــیحت واورۀ زمـاوروره مســــــلمانه خاورې کېږې م عمریارطالب #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3257
40 Oct 6, 2026, 04:12 UTC ته د میني ټپه ته د عشق غزل یې طالب جانه ته د نن عصر اتل یې جنتي حسن دې ښکاري په څهره کې نظر مه شې ښایسته د ګلاب ګل یې ته پر زړو نو باچا هي که وې جانانه ته د ګران افغانستان د سر کاکل یې تا مات کړي د جهان ستر قوتونه ته بېدینو شیطانانو ته اجل یې په تاریخ کې دې نوم وړی قهرمانه مؤمنانو لره ګران لکه کوګل یې رسالت! به دې تل ستایم په شعرو کې په تا ویاړم زخمي زړه ته مې تسل یې رسالت رسان #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3256
40 Oct 6, 2026, 02:53 UTC ښۀ يې صفا و ساتئ، لۀ غیبتونو زړونه پام درنه بار چې نه شي، په ګناهونو زړونه پيل کړئ سهار او ماښام، پۀ تلاوت د قرآن لۀ تور داغو و ژغورئ، پۀ اياتونو زړونه ربﷻ ته عاجز و اوسئ، مسلمانانو وروڼو کړئ ملاقي خالق تۀ، ښه په لمنځونو زړونه صورت سيرت مو سم کړئ، پر شريعت او اسلام لکه غمي ځلاند کړئ، پۀ سنتونو زړونه مه غيبتونه کوئ، مه د چا حق تلفوئ بيا به وي ستړي ستومان، پۀ حسابونو زړونه ځکه خو ستا لپاره، تکاليف وړو پر ځانو ربه لۀ مونږه وړي، ستا جنتونو زړونه! بريال تۀ ورکړه توفيق، د صالحه اعمالو خدايه آباد چي مو وي، تل په ذکرونو زړونه بريال مسجون #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3255
46 Oct 5, 2026, 14:48 UTC سترګي... زړونه ورانوې سترګي د یار یوسـفي سترګي زړونه قتله وي قربان ښکلي نرګسې سترګي سم لکه نشه غوندي دګران خمارې سترګي زړه یې را زخمې کړلو توري خنجرې سترګي خاص لکه دمار غوندي هراړخیز وهې سترګي کج يې باڼوګان کاږه غـټې عقابـې سترګي ما الهام اخیر وژنې لالی تور وي سترګي الهام ملا #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3254
52 Oct 5, 2026, 08:26 UTC غزل: څوک به پسته، اوڅوک به ګاره وهي څوک داغزوپه څوکولاره وهي دقرآني نغمو،له شوره محروم لاس له رباب، اوله سِتاره وهي دتوري شپې مزل کولای نشي هغه دویرنعرې له ډاره وهي بیابه رادرومي زمادزخم طبیب ټک به له ستنې، اوله تاره وهي پټ په لستوڼي کي دي مارساتلی! بعضي ملګري به دي یاره! وهي دغلامۍ؛ په مړۍ روږدي ګوره! په ټیتوسترګوچي تیاره وهي "ندیمه" دادوخت بې ځایه مینې پټ پټ خالونه له نګاره وهي ندیم #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3253
53 Oct 5, 2026, 02:19 UTC غزل چا چې وشیندل ګلونه په دې ښار کې هغه لاړل، خاورې شول په خړ مزار کې بلبلان یې تل تر تله سندر غاړي د سرو ګلو او یاسمینو په بهار کې د رنګونو فلسفه یې کړه روښانه د غمونو او اهونو په بازار کې ټول عقلونه یې بیان ته هم حیران شول چې یې وکرل ګلونه په خنډار کې د حقان د قلم ژبه ورته سر شوه د رڼا او حقایقو په افکار کې جنید حقان #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3252
59 Oct 4, 2026, 14:00 UTC خوږ یاره کړمه رامات ستا انفکاک خوږ یاره هیریږي نه یــوم الفراق خوږ یاره کړم بې وسترګوته رانجه په مینه قربان شم ستاله قدم خاک خوږ یاره چي مي رقیب سره یوځای ولیدي په زړه مي داغ ستا اشتراک خوږ یاره زه دې مجنون دزمانې کړم لاړي ستاجدایۍ کړم په زړه چاک خوږ یاره بس کرۍ شپه کړمه په ویخه تیره یاد دې راځې راته بې باک خوږ یاره یارۍ دي ویستم له عِلمه آشنا کولای نشم اوس ادراک خوږ یاره الهام ملا هغه سي پاتې نه دی پخوا چي زه وم مینه ناک خوږ یاره الهام ملا #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3251
69 Oct 4, 2026, 02:18 UTC د زړه په تل کې مې ستا مینه عبادت ګڼړلې له دې نه لوړ راته د مینې بل نشان نه ښکاري د ستا د نوم په اخیستو مې زړه قرار ومومي ستا له نومه راته بل د زړه درمان نه ښکاري خلک په عشق مجازي کې تر اسمانه خیژي له تا نه غیر راته د مینې بل جهان نه ښکاري چې ستا په مینه د پتنګ لکه په اور سوزیږي ما ته له دې نه لویه مینه او ایمان نه ښکاري ستا تر وصال راته د عمر اوږده لاره ښکاري له تا نه پرته راته بل د زړه مکان نه ښکاري چې د حبیب مصطفی نامه په خوله راوړمه راته فراق د دې دنيا بیا دومره ګران نه ښکاري صهیبه" عمر خو پشان لکه د باد تیریږي" چا ته یې پیل چا ته یې ګوره هیس پایان نه ښکاري صهیب پتنګ #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3250
65 Oct 3, 2026, 15:12 UTC دزړګي درد دبیلتون شور ته حیران پاتې یمه مینې حسینې ستاوزور ته حیران پاتې یمه ته خو هغه سې بې وفا شوي اوجدا دي کړمه خو دغماز رقیب پیغـورته حیران پاتې یمه چاره دي څنګه وکړم واه زما مظلومي غزي څنګه دي درسمه ولور ته حیران پاتې یمه پلار جانه وادي خلم بلا له دغه ستړي وجود ستا داحسان ودرانه پورته حیران پاتې یمه په زړه کې سل رقم چمونه او پریبونه لري دغه داوس زمانې ورورته حیران پاتې یمه چي په سفر ځمه له کلي عبیده وصاله! رابه سم بیا کنه وکورته حیران پاتې یمه عبیده وصال #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3249
68 Oct 3, 2026, 09:34 UTC خوږې مورې ته په هر حالت راته یادېږې، خوږې مورې په خوږ زړګي مې راورېږې، خوږې مورې په جار او په قربان، په نازو دې زه رالوی کړم په هېڅ صورت مې نه هېرېږې، خوږې مورې ستا نه وروسته زندګي مې شوه خاوري تا چې یادوم، زړګی مې ډېر خوږېږي، خوږې مورې د سعادت او محبت خبرې تا به تل راته کولې ستا په رضا الله پاک راضي کېږي، خوږې مورې ځان به ستا لپاره در په در کړمه، زما ادکې منصوري په سرو سترګو ژړيږي، خوږې مورې طالب منصوري شنډنډوال #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3248
66 Oct 3, 2026, 09:34 UTC حقوق یې وپیژنه وکړه احترام دمورپلار رب موهم ذکرراته کړی په قرآن دمورپلار دغه میوه په ژوندیوځل وې بیآنه راګرځي قدریې وکړه ؤمنه هرښه فرمان دمورپلار درب رضاهم پکې نغښتې ده ددوۍرضاکې په حدیثوکې فضیلت شوی بیان دمورپلار جنت دموراوپلاردپښوولاندې ده حق وګڼه ځوانه عاقله ته کوه خدمت هرآن دمورپلار دآدرته ښه فرصت ده ځانته ترې دوعاواخله بیا به وخت تیروې کوې به ارمان دمورپلار درحمت سېوري دې په مونږه لوګری ثاقبه خدایه مونږ جوړکړې تابع مهربان دمورپلار ثاقب لوګری #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3247
77 Oct 2, 2026, 14:00 UTC وطنه چا نظر کړې!!!😭 چي پهٔ شینه کـي دي شوې بلي سرې لمبې، وطنه بـــیا چــا نــظر دي کـــړلــې دښتي او درې، وطنه رب دې د لوط علیه السلام د قوم پهٔ شان تبا کړي چـي یـې ټوټه کړهٔ ســتا تنکي بچي د شپې، وطنه دا ګاونــډی ظالــم چي نــن دي پــهٔ بمــونــو ولــي سـتا ښــکلاګاني یــې سکــروټـي پــر سینې، وطنه تا چـي یــې خــولهٔ او پزه دواړهٔ کړلهٔ مات پهٔ مټو پنــجاب مــزدور دی د هـغهٔ ښکله وي پښې، وطنه مــوږ چـــي تــړلې دي سینه وهٔ پهٔ پـټــیــو بانــدي بـېــرتهٔ زخــمي شـــوهٔ د کافـــر پهٔ ایـشارې، وطنه راسخ! یــې دومرهٔ دردولی دی مـعصومو اوښــکو پـــر خولهٔ یــې نهٔ راځـــي لهٔ ډېر غمه تپې، وطنه راسخ فراهي! #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3246
86 Oct 2, 2026, 11:08 UTC مه ځه، ښه نه یمه ته مه ځه شم به دیوانه مه ځه مات ذره ذره به شې دا لیونی زړه مه ځه سترګوکې لا نم پاتې مات شوله باڼه مه ځه یو دیدن دي را ګله ښه به شمه زه مه ځه هغسې رنځور پاتې مرې درڅه هغه مه ځه لاره باندي ځې ایږدي لاس پر دیواله مه ځه اوښکې مي باران غوندي ځې پر ګریوانه مه ځه صبر کړه قربان ديشم زما دزړه له وره مه ځه زه الهام مـــلا درته کړمه یو ټــپه مه ځه الهام ملا #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3245
75 Oct 2, 2026, 07:16 UTC بعضي له زرو تېر شه، بعضي خاک ټوله وې دا ځیني خلک ژوند بېباک ټوله وې دا مکتبیان سم خارجي تمثیل کړې طالبان ګرځې، یو مسواک ټوله وې عرب کــــ'ــوې نن د غفلت خوبونه غزه دې لوند ګریوان، نمناک ټوله وې پر مـــالدارانو دا هېڅ فرق نه کوي غریب یوه مړۍ سـم پاک ټوله وې غــــرني خلــــڪ وې، آزاد طبیعته دا ښاري خلـــــک اشتراک ټوله وي له چـټ چې پې ټې مسائلې غواړې مفتي صاحب ترېنه ادراک ټوله وې نــــصرت آغا درته دا کـــلی پرېږدې ډېر آزار شـــــوی انفـــکاک ټوله وې نصرت آغاطالب #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3244
83 Oct 1, 2026, 18:51 UTC چناره وينې دې و څڅېدې ځمکې تۀ لۀ تن چناره شوې د زرګونو هيلو سيوری د وطن چناره پۀ اور کباب شوې د خپلواک افغانستان لپاره ژور زخـمونه دې قـطار شول په بدن چناره تر تا درتلله بۀ پۀ مات وزر مرغۍ د حريت درته ويل بۀ يې د خپل زړګي سخن چناره د تاريخ پاڼو کې بۀ پاتې يې د تل لپاره چې دې تکيه نه شو تنې لره دښمن چناره په زړګي پورې دنګه ونه دې خدای مه ړنګوه پۀ تا زيبا ده د پامير د غره لمن چناره بريال دې ځکه ديدنونه پۀ ماښام کومه هسې نه تا باندې وختونه شي شکمن چناره بريال مسجون #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3243
85 Oct 1, 2026, 15:02 UTC څه په تکلیف او نا ارامه ذندګي مي وکړه نه مي پردو لاس ونیو یاره او نه خپلو چیرته څومره بې لاري لارمي طی کړه چي په تاپسې تلم نه یاره ستا، نه زما معلومه وه چي تللو چیرته نه دي ترخپل هدفه یوړو نه په خپله لار سوُو عشقه! اخیر خو راته وایه تا بللو چیرته؟ اخرمجبور سوُو زموږ په شتون کي بل پرې واړوله زموږ خو نیت نه ده وتو ؤ، نه وتلو چيرته چي دنفرت باد او باران یې دومره ژر ورانوي زه څه خبر ومه عُمیسه! ما لیکلو چیرته عمیس! #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3242
82 Oct 1, 2026, 12:38 UTC غمخور د امت خیــرالعـالم محـترم نبي اکــرم محتـرم رسول الله یــادوم زه په هر دم محترم هم دی امام الامت هم دی غمخور ده امت هم دی طه او یاسین ډير محترم محترم هم دی شفیع الأمم هم دی عظیم مـعظم دي مصطفی مجتبی خیـرالأمم محـترم هم دی سـاقی پر کوثر هـم مـطهر معــطر دي مـزمـل مـدثــر هــم مکــرم محتـرم هم دی پيشـوا د عالـم خــیرالـورا د عــالـم دي محمد احمد دي تر ټول عالم محترم طالب منصوري وایم زه یو عاصـی د عجـم زه به ورځـم کلـه تـر پـاک حـرم محترم طالب منصوري شنډنډوال #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3241
81 Oct 1, 2026, 11:34 UTC زړګئ مې تاپسي قلم یاره مرم یاره مرم نور مې درخپل کړه له عجم یاره مرم یاره مرم ستا دوصال په تمه شپې تیره وم کړه مې ته وصل خپل ترچم یاره مرم یاره مرم شمس القمر نورالبصر حبیبه ته مې یادیږي په هردم یاره مرم یاره مرم دا انتظار به وي ترکومه پورې دا انتظارمې کړه لږ کم یاره مرم یاره مرم اي دښکلا او دوفا خاونده چاره مې وکړه یورقم یاره مرم یاره مرم دا عبیده وصال چې دی ناقرار په زړه یې دی خپل خوږ صنم یاره مرم یاره مرم عبیده وصال #الکوثر_بصري_څانګه
Post #3240
79 Oct 1, 2026, 04:51 UTC لاري دي اوږدې درته په طمه یم پوره دي کړه وعدې درته په طمه یم څه که هیله من شولو تېاره ژوند ته پړک وهه سپېدې درته په طمه یم قصد دي د راتلو کړی که څنګه ده؟ اورم اوازې درتـــه په طمه یم نور مي حدود مات د انتظار ڪړلو وشولې مــودې درته په طـمه یم زه درته غوږ غوږ یمه رویباره ته، وکړه څو کیسې درتـــه په طمه یم زما د انقلاب ملګــــــــري ووایه تیري خاطرې درته په طمــــــه یم هغه طالب هم شهادت واخیستـــی وېل چي یې ادې! درته په طمــه یم سترګي د طالب جواد څلور شـــولې ته کله راځې درته پــه طمـــه یم طالب جواد #الکوثر_بصري_څانګه